- مطابق
(ژباړه)
خبر:
ټرمپ په خپلو جنجالي څرګندونو کې اعلان وکړ، چې د دغه هېواد د دفاع وزارت ته یې په نايجيريا کې د هر ډول احتمالي پوځي عملیاتو لپاره د چمتووالي امر کړی دی. هغه ادعا کوي، چې دغه اقدام د «مسیحیانو د ملاتړ» لپاره د اسلامي وسلهوالو ډلو پر ضد ترسره کېږي.
تر دې وروسته د امریکا دفاع وزیر هم وویل، چې واشنګټن به په اصطلاح «د اسلامي ترورېزم» پر وړاندې، چې د مسیحیانو لپاره ګواښ دی، چوپ نه پاتې کېږي. هغه له نایجریا وغوښتل چې خپل مسیحیان دې خوندي کړي او که نه، نو امریکا به په مستقیم ډول مداخله وکړي او «اسلامي ترهګر» به له منځه یوسي.
خو څارونکي وايي چې دا ډول ژبه او چلند د امریکا د ښکاره مذهبي تعصب څرګندونه کوي، چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې تر نامه لاندې پټ شوی دی. دغو څرګندونو پراخ غبرګونونه را وپارول او ډېری کسانو دا د غربي سیاست انعکاس وباله، چې د بشردوستۍ تر نامه لاندې د خپلو پلویانو ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې د فلسطین، لبنان، سوریې، ایغور، میانمار، کشمیر، مرکزي افریقا او نورو سیمو د مسلمانانو د وژنو او د هغوی د حقونو د نقض پر وړاندې چوپ پاتې کېږي. (۳ نومبر ۲۰۲۵)
تبصره:
ایا د دې وخت نه دی رسېدلی چې مسلمانان د غرب له دریځونو او د هغوی له مشرانو څخه عبرت واخلي؟! همغه د سېکولرېزم مشر چې شپه او ورځ د دین او ژوند د بېلتون خبرې کوي، خو ناڅاپه دغه شعار تر پښو لاندې کوي او د خپل لښکر په وسیله نایجریا ګواښي، چې له مسیحیانو څخه به دفاع وکړي؛ نه د هغه حق له مخې چې هغوی یې لري، بلکې د خپلې دښمنۍ او کینې له امله چې له اسلام او مسلمانانو سره یې لري. په داسې حال کې چې مسلمانان د نړۍ په ګوټګوټ کې په وحشیانه ډول وژل کېږي او ان د هغو حکومتونو، مشرانو او لښکرو له لوري لږ غږ هم نه پورته کېږي، چې د دوی د ساتنې او دفاع لپاره یې قسم خوړلی دی.
دا منظره یو لوی توپیر څرګندوي: له یوې خوا داسې خلک شته چې هېواد او لښکر یې د خپل دین د دفاع لپاره راپورته کېږي، که څه هم چې دین یې باطل دی او له بلې خوا اسلامي امت دی چې غرب او د هغه مزدورو حکامو ټوټه ټوټه او کمزوری کړی او د غرب تابعیت او ذلت ته یې اړ کړی دی.
د هغه خلیفه نشتون چې د اسلام او مسلمانانو دفاع وکړي، د ټولو ستونزو اصلي ریښه ده. تر هغه چې اسلامي امت داسې خلیفه او مشر ونه لري، چې د اسلام پر بنسټ حکومت وکړي او مسلمانان تر یوه واحد بیرغ لاندې راټول کړي، هېڅکله به خپل عزت او ځواک بېرته و نهمومي. خو دا د کافر غرب مزدور حکام پخپله د امت د کمزورۍ او ټوټه کېدو لامل دي او تر هغې چې د خپلو غربي بادارانو پر لاره روان وي، امت ته به یې هیڅ خیر ونه رسېږي.
په دې توګه، د ټرمپ خبرې او امریکایي صلیبي دریځ یوازې یو برعکس واقعیت څرګندوي. په حقیقت کې هغه درس چې له دغو څرګندونو او د امریکا د دفاع وزارت له کړنو څخه اخیستل کېدای شي، د هغوی ګواښ نه دی؛ بلکې دا دی چې دوی د هغو کسانو د دفاع لپاره هڅه کوي، چې خپل دیني ملګري یې ګڼي، ان که خپله هم په خپل دین باور ونه لري؛ په داسې حال کې کوم کسان چې باید د اسلامي امت اصلي مشران وی، هغوی په خپله امت یوازې پرې ایښی دی.
دا توپیر د هغو دوو امتونو تر منځ دی، چې یو یې امام لري او تر شا یې جنګېږي؛ او بل یې خپل امام پرې ایښی او د پردیو قدرتونو په منځ کې سرګردان پاتې دی. غرب خپل دین ساتي، خو مسلمانان داسې څوک نه لري چې د دوی ساتنه وکړي. کله چې غرب په دقت سره عمل کوي او مسلمانان غافل وي، نو ځواک تل له هغه چا سره وي چې اراده، یووالی او حکومت ولري. نو هغه «معتصم» چې باید له مسلمانانو دفاع وکړي، چېرې دی؟! رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«إِنَّمَا الْإِمَامُ جُنّةٌ يُقَاتَلُ مِنْ وَرَائِهِ وَيُتَّقَى بِهِ»
ژباړه: امام (خلیفه) ډال دی، چې تر شا یې جګړه کېږي او هغه ته پناه ور وړل کېږي.
دا صحنه څرګندوي چې اسلامي امت یو رښتینی مشر نه لري، چې خپل باور او عقیده په واقعي توګه په سیاست او د ټولنې په اداره کې تمصیل کړي او د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه خبره عملي کړي:
«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ وَلَا يُسْلِمُهُ»
ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دی؛ نه پر هغه ظلم کوي، نه یې یوازې پرېږدي او نه یې دښمن ته پرېږدي.
خو نن ورځ مسلمانان د لویو قدرتونو د سیالیو او شخړو تر منځ د یوه ښکار په څېر پرېښودل شوي دي. هغه حکومتونه چې پر دوی حاکم دي، د غرب د ګټو د پوره کولو لپاره جوړ شوي، نه د مسلمانانو د ګټو او د هغوی د دین د خدمت لپاره. دوی په عمل کې د الله سبحانه وتعالی دغه حکم نه مراعاتوي:
﴿وَإِنِ اسْتَنصَرُوكُمْ فِي الدِّينِ فَعَلَيْكُمُ النَّصْرُ﴾ [انفال ۷۲]
ژباړه: که چېرې یې له تاسو څخه د دین په لاره کې مرسته وغوښته، تاسو باید د هغوی مرسته وکړئ.
نو په غزه او د فلسطین په ټوله سیمه، په لبنان، سوریه او ټولو اسلامي خاورو کې زموږ د وروڼو نصرت چېرې دی؟! څوک د مظلومانو د دفاع بیرغ پورته کوي، لکه څنګه چې علي او عمر رضی الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د پیروۍ له امله هغه بیرغ پورته کړی و؟
د هغه دولت نشتون چې د مسلمانانو دفاع وکړي او د هغوی صفونه سره یو ځای کړي، د امت تر ټولو ژور ټپ دی. دا ټپ هغه مهال رغېدلی شي، چې امت خپله پوهه او کرامت بېرته ترلاسه کړي او له حزبالتحریر سره یو ځای شي، ترڅو اسلامي ژوند په ټولنه کې په عملي ډول بېرته پیل کړي او د راشده خلافت دولت په تاسیس سره د په نورو پورې تړاو پرېږدي او د خپل دین او عدالت پر بنسټ را پاڅېږي. هغه مهال به داسې مشران بېرته راشي، چې په صداقت، عدالت او رحمت سره به د امت دفاع وکړي.
لیکوال: سیف مرزوق-ولایه یمن
۱۴۴۷هـ.ق د جماديالاول ۱۹مه
۲۰۲۵م د نومبر ۱۰مه
ژباړن: صهیب منصور




